يو سړي په نيمروز کې خپل ځان وژلی دی

0
170

له نيمروز څخه راپورونه وايي چې يوه سړي د دې ولايت مرکز زرنج ښار کې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته يې د پای ټکی ايښی دی.

د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند بهرام حقمل ويلي چې دغه شخص احمد طيب نومېده او د زرنج ښار لومړۍ ناحيې اړوند په سياه چشمان سيمه کې يې ځان وژنه کړې ده.

لا تر دې دمه د دې پېښې سبب او لامل په اړه نور جزئيات نه دي رسنيز شوي.

Leave a reply