HRW د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده 

0
171

 HRW د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده 

ا.ا که څه هم تازه څه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یې مشورې روانې دي خو د ۳۰۰ ورځو په تېرېدو هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

 

(2022 / 7 / 14    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو څار سازمان د یوې ویډيو په خپرولو سره افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر تړلي پاتې کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد سازمان ویلي، نږدې ۳۰۰ ورځې کېږي چې افغان نجونې ښوونځیو ته نه دي تللي او د دې وضعیت دوام به نجونو، کورنیو او د هېواد راتلونکي ته ویجاړوونکې پایلې ولري.

په همدې حال کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په وار وار د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی او له ا.ا څخه یې غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیزي.

اړوند موضوعات: 

سهیل شاهین ویلي چې لا هم جوته نده چې د نجونو ښوونځي څۀ وخت پرانیزي 

ا.ا که څه هم تازه څه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یې مشورې روانې دي خو د ۳۰۰ ورځو په تېرېدو هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

Leave a reply