سهیل شاهین ویلي چې لا هم جوته نده چې د نجونو ښوونځي څۀ وخت پرانیزي

سهیل شاهین ویلي چې لا هم جوته نده چې د نجونو ښوونځي څۀ وخت پرانیزي
شاهین د نجونو ښوونځیو ته چې له تېرو ۲۹۶ ورځو راپدېخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ تړل شوي دي ویلي، تر اوسه پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو نېټه نه ده مشخصه شوې نو دی هم نه شي ویلی چې یاد ښوونځي به څه وخت پرانیستل کېږي.
(2022 / 7 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې تر اوسه پورې مشخصه نه ده چې د نجونو ښوونځي به څه وخت پرانیستل کېږي.
نوموړي په خپل تازه مرکه کې په هېواد کې اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو ته په اشارې ویلي چې ستونزې نشي ردولی خو په خبره یې؛ د افغانستان ا.ا د خنډونو او موجوده ستونزو د لرې کولو پوره هوډ او اراده لري.
هغه یو ځل بیا له ټولې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ پر ولاړو اړیکو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی له ټولې نړۍ سره سالمې اړیکې غواړي.