هرات ښار کې ۶۰ تمځايونه جوړېږي

0
76

د هرات ښاروالي وايي چې په هرات کې يې د ۶۰ تمځايونو چارې پيل کړي او تمه ده ډېر ژر ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

د هرات ښاروالۍ د دې تمځايونو د جوړولو موخه ښاريانو ته د اسانتياوو برابرول ګڼي.

د هرات ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ دغه کار ستايلی او غوښتنه يې کړې چې ساتنې ته يې هم بايد د دولت او خلکو له لوري جدي پاملرنه وشي.

هرات ښار د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د سمندر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ دى.

د كابل، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل کېږي.

Leave a reply