نميروز کې يو سړی د خپلو دوو مېرمنو له لوري ووژل شو

0
137

له نيمروز څخه راپورونه وايي چې يو سړی د خپلو دوو مېرمنو له لوري وژل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ وژل شوي شخص اسدالله درې ښځې لرلې، چې لومړۍ او دويمې مېرمنو يې د خپلو ورونو په مرسته وژلی دی.

دغه پېښه تېره ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) د نيمروز مرکز زرنج ښار په مربوطاتو کې شوې ده.

ويل کېږي ياد شخص اصلاً د کندز ولايت اوسېدونکی ؤ او د وژنې سبب يې هم کورنۍ ستونزې بلل شوي دي.

Leave a reply