د سره صليب نړيواله کميټه: ۵۰ سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري

د سره صليب نړيواله کميټه وايي چې افغانانو کې د پېر قدرت کم شوی او قيمتونه هم لوړ شوي دي.
د سره صليب کميټې ويلي چې د افغانستان خلکو کې د پېر قدرت کم شوی او هم مهاله په هېواد کې د لومړنيو توکو قيمتونه هم لوړ شوي دي.
دې کميټې په خپل په يو تازه راپور کې ويلي ؤ، چې اقتصادي کړکېچ د افغانانو د ژوند په بېلابېلو اړخونو باندې اغېز پريښی دي.
دې کميټې همداراز زياته کړې، چې دمګړی ۵۰ سلنه افغانان د ناورينونو له امله بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.
د دې کميټې په راپور کې راغلي، چې وچکالۍ، سخت اقتصادي او روغتيايي ناورين د افغانستان ټول خلک زيانمن کړي دي.
د راپور په دوام راغلي، چې اټکل کېږي له پنځه کلونو کم عمره څه باندې نيمايي ماشومان به له سختې ځوارځواکۍ سره مخ شي.






