د غزني ولايت د فوټبال لوبغالی بيا رغول کېږي

0
220

د افغانستان د فوټبال فدارسيون وايي، هڅه يې روانې کړي چې د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) سره په همغږۍ د غزني ولايت د فوټبال لوبغالی بيا ورغوي.

د راپورونو له مخې، د عزني ولايت د فوټبال لوبغالی د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله ويجاړ شوی او ډېر زيان ورته اوښتی دی.

د فوټبال فدراسيون ويلي چې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر محمد يوسق کارګر او یو مسلکي پلاوی تېره ورځ غزني ته تللي ترڅو د ياد لوبغالي وضعيت له نږدې وارزوي او د بيا رغونې لپاره يې لازم تدابير ونيسي.

ياد فدراسیون ويلي چې وروستيو سېلابونو په غزني کې د فوټبال لوبغالي ويجاړ کړی، چې مصنوعي چمن او د نندارچيانو د ناستې ځای برخو يې ډېر زيان ليدلی دی.

دغه لوبغالی د فوټبال نړيوال فدراسيون په مرسته د ۸۵۰ زره ډالرو په ارزښنت رغول شوی ؤ.

Leave a reply