د بريټانیا لومړي وزیر ویلي چې افغانستان کې پۀ جنګي جرمونو ککړ عسکر به محاکمه شي 

0
180

د بريټانیا لومړي وزیر ویلي چې افغانستان کې پۀ جنګي جرمونو ککړ عسکر به محاکمه شي 

د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وایي په دغه هېواد کې هېڅوک له قانون لوړ نه دي. هغه ویلي په بشپړه توګه په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو له لوري د ترسره شوو بشر ضد جنایتونو راپور نه شي ردولی خو د لا ډېرو پلټنو لپاره به اقدام کوي.

 

(2022 / 7 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

برېټانیا وایي چې په افغانستان کې په بشري جنایت تورن سرتېري به خپله سزا ویني.

د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون وایي په دغه هېواد کې هېڅوک له قانون لوړ نه دي. هغه ویلي په بشپړه توګه په افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو له لوري د ترسره شوو بشر ضد جنایتونو راپور نه شي ردولی خو د لا ډېرو پلټنو لپاره به اقدام کوي.

هغه وايي برېټانیا کې هېڅوک تر قانون لوړ نه دی او هغه سرتېري به ارو مرو خپله سزا ویني چې افغانستان کې یې د ماموریت پر مهال بشر ضد جنایت ترسره کړی دی.

اړوند موضوعات: 

ځینې بریټانیوي رسنیو افغانستان کې د بريټانیوي پوځ بشر جنایتونو نه پرده پورته کړې ده   

څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه خپاره کړل چې برېټانوي ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو کې سره سیالي کوله او بشر ضد جنایتونه یې ترسره کول. دې راپورونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.

Leave a reply