ځینې بریټانیوي رسنیو افغانستان کې د بريټانیوي پوځ بشر جنایتونو نه پرده پورته کړې ده   

0
82

ځینې بریټانیوي رسنیو افغانستان کې د بريټانیوي پوځ بشر جنایتونو نه پرده پورته کړې ده 

بي‌بي‌سي راپور ورکړی دی چې د بریټانیا د ځانګړو هوایي خدماتو (اس‌اې‌اس) کومانډو ځواکونو افغانستان کې د شپنیو عملیاتو په لړ کې د افغانانو د وژلو پر سر یو له بل سره سیالي کوله او هر یوه به هڅه کوله څو ډېر افغانان ووژني.

 

(2022 / 7 /  12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی دی چې د بریټانیا کومانډو ځواکونو د افغانانو په وژلو کې سیالۍ کولې او په دغو ځواکونو کې هرې ډلې غوښتل چې له بلې هغې ډېرې وژنې وکړي.

بي‌بي‌سي راپور ورکړی دی چې د بریټانیا د ځانګړو هوایي خدماتو (اس‌اې‌اس) کومانډو ځواکونو افغانستان کې د شپنیو عملیاتو په لړ کې د افغانانو د وژلو پر سر یو له بل سره سیالي کوله او هر یوه به هڅه کوله څو ډېر افغانان ووژني.

راپور کاږي چې د دغو ځواکونو یوې ډلې په شپږو میاشتو کې په سلګونو بې ګناه افغانان وژلي وو. تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال په لوی لاس ملکي افغانان له یو بل سره په سیالۍ وژلي دي.

Leave a reply