د لوی اختر په ورځو کې لس زره سيلانيانو له کونړ څخه ليدنه کړې

د کونړ ولايت مقام وايي چې د سږ کال لوی اختر په څلورو ورځو کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه لس زره سيلانيانو له کونړ نه ليدنه کړې ده.

د سږ کال په کوچني او لوی اختر کې د هېواد ښکلو طبيعي سيمو څخه د سيلانيانو ليدنې وروسته له هغې ډېرې شوي چې په هېواد کې د امنيت له اړخه کومه جدي ستونزه نشته.

د راپورونو له مخې په سږني لوی اختر کې د سيلانيانو ۲۰ زره موټره يوازې د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ته ورغلي او له دې ښکلې سيمې يې ليدنې کړې دي.

د پکتيا ځاځي اريوب ترڅنګ، د باميانو بند امير، نورستان ملي پارک، د کونړ ښکلې درې او د پنجشېر ښکلې دره هغه سيمې دي چې معمولاً د رخصتيو په ورځو کې خلک ورځي او هلته مېلې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版