تاجيکستان: افغانستان تر دې دمه د برښنا پور نه دی راکړی

0
213

د تاجکيستان هېواد د برښنا برخې چارواکي وايي چې د افغانستان لخوا د برښنا پور پيسې تر دې دمه دوی ته نه دي رسېدلي.

د تاجيکستان د برښنا ملي شرکت مشر محمد عمر آسوزاده ويلي چې تر دې دمه افغانستان د وارداتي برښنا پيسې نه دي ورکړي.

نوموړي تېره ورځ په يو خبري کنفرانس کې ويلي چې د افغانستان د برښنا شرکت ويلي ؤ چې په تدريجي توګه به پيسې ورکوي. هغه دا نه دي ويلي چې افغانستان څومره اندازه پیسې له تاجيکستان څخه پوروړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د برښنا شرکت چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

افغانستان د برښنا په برخه کې ډېری تکيه پر ګاونډ هېوادونو لري، چې تاجيکستان يو له هغو هېوادونو دی چې افغانستان ته ډېره برخه برښنا صادروي.

Leave a reply