تېره اونۍ کې د سېلابونو له امله په افغانستان کې ۶۳ کسان مړه شوي

0
102

د افغانستان ا.ا طبيعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي چې د تېرې اونۍ سېلابونو په پايله کې د هېواد په ۱۲ ولايتونو کې ۶۳ کسان مړه او ۸۰ تنه ژوبل شوي دي.

دغه وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو سېلابونو کې ۱۲ زره او ۲۵۰ کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د دغه وزارت ویاند له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې دغو سېلابونو په نورستان، لغمان، پکتيا، لوګر، ميدان وردګ، غزني، ارزګان او زابل ولايتونو کې ډېر زيانونه اړولي دي.

په افغانستان کې موسمي سخت بارانونه او د سېلابونو راوتل کله ناکله له ځان سره درانه مالي او ځاني تلفات لري چې دا چاره په ځينو سيمو کې ډول ډول ناروغۍ هم رامځنته کوي.

Leave a reply