هرات کې په تېرو ۴ مياشتو کې د کنګو ناروغۍ له امله ۹ تنه مړه شوي

0
62

د هرات ولايتي څخه د راپورونو پر بنسټ په تېرو څلورو مياشتو کې په دې ولايت کې د کنګو ناروغۍ ۴۰ پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۹ تنه يې مړه شوي دي.

د هرات ولايت د روغتيا رياست د مسؤلينو په وينا تېرو څلورو مياشتو کې د دې ولايت په حوزوي روغتون کې ۴۰ تنه د کنګو پر ناورغۍ اخته شوي چې له ډلې يې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه وايي چې مړه شويو کې څلور يې نارينه او پنځه يې ښځې دي.

ويل کېږي چې په هرات کې د تېرو کلونو په پرتله د کنګو ناروغۍ پېښې ډېرې شوي او دغه چاره د روغتياپالانو لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلې.

د کنګو تبه هغه ناروغي ده، چې په لوی اختر کې یې ډېرې پېښې ليدل کېږي او دومره خطرناکه ده، چې آن د انسان د مړینې سبب کېږي.

 

Leave a reply