د کانونو وزارت: هره مياشت د کانونو د کيندنو له امله شاوخوا ۴۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوو

0
49

د افغانستان ا.ا د کانونو او پېټروليم وزارت وايي چې، هره مياشت د کانونو د کيندنو او ډبرو سکرو د صادراتو له لارې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې تل د دې په هڅه کې يو چې د عوايدو ټول معلومات له افغان ولس سره شريک کړي.

دوی زياتوي، په کارونو کې مو روڼتيا موجوده ده او همدې لپاره هرڅه د رسنيو له لارې له ولس سره شریکوو.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هره ورڅ تر ۱۰۰۰ ټنه پورې د ډبرو سکاره د هېواد له ۱۷ بېلابېلو ځايونو څخه استخراج کېږي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې له ۸۰ پورته سيمو کې د ډبرو سکرو کانونه شتون لري.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو پر څرنګوالي د رسنيزو فعالينو توندې نيوکې ډېرې شوې، خو د ا.ا.ا چارواکو په دغه برخه کې د پوره روڼتيا د موجوديت په اړه ټينګار وکړ او ويې ويل چې د پخوا په پرتله يې له هېواده پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو ماليه لوړه کړې او دوی دغه چاره له نږدې څاري.

Leave a reply