لوړوپوړی پوځي چارواکی سمونوال جنت ګل اورياخېل هېواد ته ستون شو
د افغانستان ا.ا د افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون وايي چې د دې ادارې په هڅو هېواد ته د افغان شخصيتونو د بېرته راتګ په دوام د مخکيني حکومت د پوليسو د تربيوي مرکز قوماندان سمونوال جنت ګل اورياخېل هېواد ته ستون شو.
دغه کميسيون داسې مهال ياده خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د ا.ا.ا عمومي مشر مولوي هبت الله اخندزاده د علماوو په درې ورځنۍ لويه ناسته کې ويلي ؤ چې په بهر کې له ټولو افغانانو هيله ده چې بېرته هېواد ته ستانه شي، ځکه چې خپل هېواد کې يې عزت خوندی دی.
له افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي ؤ، هغه افغان شخصيتونه چې غواړي بېرته خپل وطن ته ستانه شي، له ياد کميسيون سره دې تماس ونيسي، دوی يې د راتګ هرکلی کوي.