اسلام آباد کښې دداسې ډلې واک وو چې هیواد ی تباهۍ په لور وړې وو: وزیرداخله
باغي ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې نړيوال مالياتي فنډ ( آئي ايم ايف ) د قرضې قسط نه دې جاري کړے .
فيصل آباد کښې د اختر د لمانځه نه پس ميډيا سره خبرو کښې د داخله چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې پاکستان دا مهال د اقتصاد له لحاظه له ډيرو سختو حالاتو څخه تیریږي، د ملک په حقله مونږ سختې پريکړې وکړه، هغه اوویل چې وس ملک د پرمختګ په لور روان دے.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې په ملک کښې داسې ډله واکمنه وه چې د انتقام نه علاوه يې څه نه دي کړي، هغه اوویل چې دغه نا اهله ډله له څلور نيمو کالو راهسې په ملک حکومت وکړو خو هیڅ ی هم نه دي کړي او ملک کښې کښې نن هم اقتصادي ستونزې هم دوی له مله دي.
هغه وویل چې مونږ ددې لوی فساد او فتنې سره ډیر ښه چلند وکړ، د دې چلند او درملنه کولو له امله دا ډله په اسلام اباد کښې پاتې نه شو، هغه وویل دې فسادي ډلې هڅه کوله چې هیواد تباه کړي خو مونږ اوس د هیواد د ښه کولو په هڅه کې یوو، مونږ د یو داسې ډلې مخه ونیوله چې د هیواد د تباهې لپاهر راغلې وو.
نور خبرونه
پاکستان کښې نن د لوی اختر ورځ په مذهبي جوش او جذبه ونمانځل شوه