پاکستان کښې نن د لوی اختر ورځ په مذهبي جوش او جذبه ونمانځل شوه

باغي ټي وي رپورټ
نن د پاکستان په بیله بیلا ښارونو او زیاتو سیمو کښې د لوی اختر ورځ په ډیره اسلامی جذبه او مینې سره ونمانځل شوه.

په ټول هیواد کې د لوی اختر د لمانځه په زرګونو وړوکي او د لوی اختر نمونځ ادا کولو لوی او وړې غونډې ترسره شوې چې پکښې د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ او د امت مسلمه لپاره ځانګړې دعاګانې وشوې.

صدر ډاكټر عارف علوي د اختر مونځ د كراچۍ په طوبی جومات كښې ادا کړو او وزيراعظم شهباز شريف په جاتي امرا كښې د اخترلمونځ ادا كړو، د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز هم وزيراعظم سره د اختر مونځ په شریکه ادا كړو.
د اختر د لمانځه په موقع په جوماتونو کښې د امنیت لباره سخت انتظامات کړی شوي وو او د پولیسو ترڅنګ رینجر ځواکونه هم په دندو ګمارل شوي وو.

د اختر له لمانځه وروسته مسلمانان د حیوانانو قرباني وکړو او د ابراهیم علیه سلام سنت ی ادا کړي.
د قربانۍ د ځناورو د ذبح کولو څخه پس د صفایی کولو لپاره هم ځانګړي ټیمونه جوړ شوي دي چې صفایی وکړي او په سیمه کښې بدبوي او مرضونه خپاره نه شي.

د خیبر پښتونخوا په زیاتو سیمو او ضلعو کښې هم نن په ۱۰ لسم جولایی یک
شنبې اتوار په ورځ د لوی اخترم ورځ او د ابراهیم علیه سلام سنت په مذهبي جوش او مینه ادا کړې شول.
د ضلع خیبر په هیډکوارټر تحصیل لنډیکوتل کښې هم په بیله بیلو سیمو کښې د لوی اختر نمانځه لوی او وړې غونډې ترسره شوې، د تبلیغي جماعت سیدجماله، د لندیکوتل په تاریخ مرکزي بازار جومات سرای جومات او دغه رنګ په ګورنمنټ هایی سکول سینټینل ماډل های سکول لنډیکوتل کښې د لوی اختر مونځ ادا کړې شول، په دې موقع په ملک کښې د تل پاتې امن او خوشحالۍ لپاره دعاګانې اوغوښتل شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *