د پخواني وزیراعظم عمران خان یو نزدې ملګري او مرستیال د فساد په اړه د مبشر لقمان یو مهم ویډیو راپور

فایل فوټو: شهزاد اکبر
باغی ټي وي رپورټ
د کپتان قیمتي الماس یو لوی فسادی اووت، شهزاد اکبر د فساد او رشوت یو لوی تاریخ ایښودې دې. .
د راپورونو له مخې د پخواني حکومت د ځینو کړیو په اړه مهم انکشافات را روان دي او په دې لړ کې مشهور خبریال مبشر لقمان ځینې داسې حقایق وړاندې کړي چې تر اوسه ترې انکار نه شي کېدای.
دا وتلې او تکړه خبريال وایی چې د پی ټي آیی حکومت د فساد او کرپشن په ضد مې ښکار خبرې وکړي ،پروګرامونه مې نشر کړل خو ددوی له لوري هیڅ کوم ځوان ماته را نه غلو.
مبشر لقمان وايي چې نن زه هغه کس ته اشاره کوم چې د فساد د له منځه وړلو تر نامه لاندې یې فساد کړی دی، هغه ویلي چې دا کس د پخواني لومړي وزیر نزدې ملګرې او مرستیال مرز شهزا دی چې په میلیاردونو روپۍ ی د فساد توګه ګټلي دي ، هغه وویل چې د مشرف د حکومت په مهال ی مې هم د فساد په ضد عږ اوچت کړې وو.
مبشر لقمان وايي، شهزاد اکبر چې د مشرف په دوره کې يې د احتساب افسر په توګه کار وکړو خو هېچا هم و نه پېژانده، هغه وايي چې د شهزاد اکبر ګمارلو موخه دا وه چې د مسلم ليګ ن د مشرتابه فساد راڅرګند کړي ، خبریال وایی چې ددوی فساد راڅرګندولو لپاره شهزاد اکبر د پاکستاني قوم یو ستر زيان وکړو او ډیرې روپۍ ی ضایع کړې.
دا لاندینۍ د وتلي خبریال او اینکر مبشر لقمان ویډیو راپور اوګورې
مبشر لقمان وايي چې عمران خان چا ته کومه څوکۍ ورکړی ده نو هغه لوټ مار او غلا کړې ده. هغه وايي چې ایف آی اې هم د شهزاد اکبر تابع وه، چې له لارې یې د مخالفانو پر ضد د فساد مقدمې جوړې شوې، هغه وايي چې شهزاد اکبر له هېواده په اربونو روپۍ لوټ کړې. شهزاد اکبر د تېلو مافیا او یو شمېر نورو سرکاري شعبو په ملیاردونو روپۍ لاس ته راوړو او دولتي طاقت څخه په استفاده کولو ی ملیاردونه روپۍ ترلاسه کړې
هغه وويل چې د عمران خان پخواني حکومت د ختيځ د بيارغاونې اداره جوړه کړه او هم ددې له لارې لوى فساد ی وکړو،مبشر لقمان وایی چې دغه راز شهزاد اکبر هم په ډېر تخنيکي ډول شتمني جوړې کړي دي ، ده وويل چې شهزاد اکبر هیواد ته ډېر لوی زیان رسول دې او ډیر لوی فساد ی کړې دې.
نور خبرونه






