پرویز الهی په مسلم لیګ ن نیوکې کړي دي

0
215

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر او د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري پروېز الهي دعوه کړې ده چې د پنجاب ضمني انتخاباتو کې به د ټولو شلو څوکيو په ګټلو سره له مسلم ليګ (ن) څخه خپل مېډيټ بېرته واخلي.

پروېز الهي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې منحرف غړي په خپلو ټاکنیزو حوزو کې بې وسه او بې وسه ښکاري، ولس منحرف غړي رد کړي او منحرف غړي د ولس سره د مخامخ کېدو جرات نه لري.

ده ووئيل دا مهال د ولس يواځينۍ هيله عمران خان دے٬ عمران خان به ولس د دې فاسد او جعلي حكومت نه بچ كوي۔
د مسلم ليګ (ق) مشر وويل ضمني انتخاباتو کښې د پي ټي آئي ګراف ډير لوړ دے، مسلم ليګ (ن) پي ټي آئي خپل ميډيټ لوټ کړے دے او هغه وخت لرې نه دے کله چې مونږ به د مسلم ليګ (ن) نه خپل اخستل شوې مينډيټ واپس واخلو .

چوهدري پرويز الهي زياته کړه چې حمزه شهباز سپريم کورټ کې ورکړى سوګند څخه انکاري شوې دې، سپريم کورټ دې په ضمني انتخابي حلقو کې د تقررۍ، تبادلو او پرمختيايي کارونو نوټس واخلي.

ده ووئيل چې مسلم ليګ (ن) د انتخابي ضابطه اخلاق خلاف ورزي كوي او زياته يې كړه چې د مسلم ليګ (ن) كانديدانو د سرکاري يوټيليټي سټور په ټرک كښې ووټرانو ته سامان ورکوي.

Leave a reply