د تېلو لوړو بیو خلک اندېښمن کړي دي 

0
88

د تېلو لوړو بیو خلک اندېښمن کړي دي 

د معلوماتو له مخې، روسيې په دې وروستیو کې ژمنه کړې وه چې افغانستان ته غنم او تېل ورکوي، خو اوس ویل کیږي چې یو شمېر سوداګر له روسیې څخه د افغانستان په نوم تېل پېري او بیا یې اروپايي هېوادونو ته انتقالوي او هلته پرې گټه کوي.

 

(2022 / 7 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل نیوز د راپور له مخې هېواد کې په بې سارې توګه د تېلو د بیو تر لوړېدو وروسته اوس ویل کیږي چې یو شمېر افغان سوداګر له روسیې څخه د افغانستان په نوم تېل پېري، خو بیا یې د ازبکستان له لارې اروپايي هېوادونو ته انتقالوي او هلته یې پلوري چې دې کار موټر لرونکي اندېښمن کړي دي.

د معلوماتو له مخې، روسيې په دې وروستیو کې ژمنه کړې وه چې افغانستان ته غنم او تېل ورکوي، خو اوس ویل کیږي چې یو شمېر سوداګر له روسیې څخه د افغانستان په نوم تېل پېري او بیا یې اروپايي هېوادونو ته انتقالوي او هلته پرې گټه کوي.

اړوند موضوعات: 

په افغانستان کې د تېلو قيمت په بې مخينې توګه لوړ شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغان سوداګرو لخوا د منځنۍ اسیا له لارې اروپايي هیوادونو ته د افغانستان د تیلو د انتقال په اړه وايي، چې په دې برخه کې کوم توافق نه دی شوی.

په دې وروستیو کې د هېواد په بازارونو کې د یو لیټر ډیزلو بیه شاوخوا ۱۳۰ افغانیو او یو لیټر پټرول ان ۹۵ افغانیو ته رسېدلي دي.

Leave a reply