په افغانستان کې د تېلو قيمت په بې مخينې توګه لوړ شوی

0
203

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ډېری ښارونو کې د تېلو قيمت په بې مخينې توګه لوړ شوی دی. دمګړی د کابل په بازارونو کې يو لېتر ډېزل په ۱۲۲ افغانۍ پلورل کېږي، حال دا چې بیا يو لېتر پټرول په ۹۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په هېواد کې د تېلو د قيمت بې مخينې لوړوالي خلک اندېښمن کړي او له يو لړ جدي ستونزو سره يې مخ کړي دي. د کابل ښاريانو په وينا که د تېلو په قيمتونو کې کموالی رانشي، خلک به له اقتصادي ناورین سره مخامخ شي.

په ورته وخت کې د ا.ا.ا مسؤلين يادې ستونزې ته په اشارې سره وايي چې اړوندې ادارې دې ستونزې ته متوجه دي او په دې برخه کې د يو لړ جدي ګامونو د پورت کولو تابيا لري.

څو ورځې وړاندې د ا.ا.ا د رئيس الوزرا اقتصادي معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ؤ، دوی خبر ترلاسه کړی چې ځينې کړۍ د سوند توکو او په ځانګړي ډول د تېلو د قيمتونو په لوړوالي کې لاس لري.

په خبرپاڼه کې راغلي ؤ چې د کره ثبوتونو د ترلاسه کولو په صورت کې به له عاملينو سره جدي غبرګون وشي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

Leave a reply