ذبيح الله مجاهد: د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ۹۳۵ تنه بنديان آزاد شول

0
51

د افغانستان ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ا.ا.ا د مشر او د سترې محکمې د لارښوونې پر بنسټ د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ۹۳۵ تنه بنديان د هېواد له ۳۴ زندانونو څخه آزاد شول.

نوموړي په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي چې يادو بنديانو نسبتاً سپکې دوسيې لرلې.

دا چې دغه بنديانو څه ډول جرمونه ترسره کړي ؤ، د قيد مودې يې څومره وتلې وې او په کومو عمرونو کې ؤ، په اړه يې جزئیات نه دي خپاره شوي.

په افغانستان کې معمولاً د اخترونو او ځينو نورو مناسبتونو په اساس د سپکو دوسيو لرونکي بنديان آزادېږي او جرمونه يې بښل کېږي.

Leave a reply