د ا.ا.ا د دفاع وزارت چارسمبالي د قطر د هوايي ځواکونو له قومندان سره ليدلي

0
191

د افغانستان ا.ا د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد يعقوب د قطر هېواد پلازمېنې دوحه کې د قطر د هوايي ځواکونو له قومندان حمد عقيل النابت سره ليدلي دي.

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت چارسمبالی وزير په دې ليدنه کې د قطر هېواد پوځي اکاډمۍ له بلابېلو څانګو څخه هم ليدنه کړې ده.

همداراز مولوي محمد يعقوب قطر ته په خپل سفر کې د ياد هېواد امير، د ملي امنيت سلاکار او په قطر کې مېشتو افغانانو سره ليدلي دي او په بېلابېلو موضوعات يې خبرې اترې کړې دي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په مشرۍ هم يو پلاوی قطر ته په رسمي سفر تللی ؤ.

Leave a reply