په غزني کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه ماشومان مړه شوي

0
96

د غزني ولايت په رشيدان ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه ماشومان مړي شوي دي.

د راپورنو پر بنسټ دغه دوه ماشومان د دې ولايت رشيدان ولسوالۍ اړوند په آشور کلي کې د سېلابونو له امله مړه شوي دي.

د ځايي سرچینو په وينا دغو سېلابونو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

دغه خبر داسې مهال ورکول کېږي چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د هوا پېژندنې رياست د پروان په شمول د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو او همداراز په ځينو ولايتونو کې د ګرد بادونو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی ؤ.

Leave a reply