د ۳۲ ميليونه ډالرو نغدو پيسو مرسته نن کابل ته ورسېده

له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۶مه) د ۳۲ ميليونه ډالرو نغدي مرستو جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د افغانستان بانک وايي چې دغه پيسې يو سوداګريز بانک ته سپارل شوي دي.
ياد بانک زياتوي چې، د نړيوالې ټولنې له لورې له افغانستان سره د نغدي مرستو په دوام دا د نغدو پيسو د مرستو ۳۲مه جوپه ده چې کابل ته سپارل کېږي.
دغه مرستې په افغانستان کې د بې وزلۍ د مخنيوي او د بې وزلو د لاسنيوي په موخه د نړيوالې ټولنې له لوري کېږي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ا.ا.ا له واکمنېدو وروسته څه باندې ۹۵۳ ميليونه ډالره د نغدو پيسو مرستې کابل ته سپارل شوي دي.






