پاکستان کښې د سود شرح ۱۵ سلنه لوړه شوې ده، د بریښنا په نرخ کښې د زیاتوالي منظوري هم ورکړې شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
SBP د سود نرخونه 1.25 بیسز پوائنټونه لوړوي. د SBP مانيټري پاليسۍ کميټۍ د سود شرح 1.25 بيسز پوائنټس زياتولو فيصله کړې ده چې له وجې په پاکستان کښې د سود شرح 15 فيصده ته پورته شوې ده.
قائم مقام ګورنر SBP وئيلي دي چې راتلونکي مالي کال کښې به د اقتصادي ودې شرح له 3 نه تر 4 فيصده وي او د انفليشن شرح به د 18 نه تر 20 فيصده پورې وي۔
د SBP سرپرست والي وايي چې عامو خلکو ته به هدفي سبسډي ورکول کیږي.
نېشنل اليکټرک اينډ پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) د بجلۍ په نرخ كښې د 7 روپو 90 في يونټ زياتوالي منظوري وركړې ده۔
په داسې وخت کښې دې حکومت د تیلو بعیې لوړ کړي دي په هیواد کښې د نيپرا لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې د مئي په مياشت کښې د فيول چارجز ايډجسټمنټ کښې د في يونټ 7.90 روپو زياتوالي منظوري ورکړې شوې ده۔
بیان کې ویل شوي چې مرکزي پاور پرچیزنګ ایجنسۍ (CPPA) د 7.96 روپۍ فی یونټ زیاتوالي غوښتنه کړې وه، دې ادارې د جون په 27، 2022 د تیلو چارجز تنظیم (FCA) په اړه عامه اوریدنه کړې وه.
د نیپرا اعلامیې له مخې د اپریل په میاشت کې د ایف سی اے صارفینو نه 3.99 روپۍ چارج شوي وو، په داسې حال کې چې د می په میاشت کې د تیلو چارجز ایڈجسٹمنٹ د اپریل په پرتله 3.91 روپۍ دی چې د جولای په میاشت کې به لوړ شي.
بیان کې ویل شوي چې FCA به د پرته له بریښنایی او لایف لاین پیرودونکود ډیسکوس ټولو پیرودونکو باندې پلي شي.
نور خبرونه هم اوګورې
غواړو چې د سولر انرژۍ په مدد عوام د ګرانۍ بریښنا څخه خلاص کړو: وزیراعظم شهباز شریف




