غواړو چې د سولر انرژۍ په مدد عوام د ګرانۍ بریښنا څخه خلاص کړو: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په نړيواله کچه د تيلو نرخونه راټيټيږي او ډير زر به ملک کښې د ګرانۍ څخه دا اولس خلاص شي.

د ګرین او بلیو لاین میټرو بس سروس منصوبې پرانسته دستورې ته وینا کښې وزیراعظم اوویل چې د تیلو نرخونو زیاتیدو ټوله دنیا پریشانه کړې ده ولې د خدای شکر دی چې د تیلو نرخونه یو څه کم شوي دي.

وزیراعظم اوویل چې له تېرو څلورو کالو راهسې ګراني په زیاتیدو ده ، د تېر حکومت د غلطو پاليسيو له امله پرمختيايي پروژې ځنډول شوي دي ، ولس له مونږ څخه غوښتنه کوي چې د څلور کلن ځنډ په اړه ځواب ووايو.
د CDA مشر دې د پخوانۍ نیمګړتیاوې او ځنډونه اصلاح کړي.
شهبازشريف اوویل چې هيواد په قرضونو کې ډوب دى خو مونږ به په ګډه هيواد ته د راپیښو ننګونو سره مقابله کووو او زمونږ حکومت دمعيشت ښه والي لپاره کار کوي، وزیراعظم زیاته کړه چې دعوام فلاح پروژې دحکومت په لمړيتوبونو کې دي.

هغه وويل، چې دوى غواړي په هېواد کې د لمريزې انرژۍ(سولر انرژۍ) جال خپور شکړي ، هغه وويل، چې د نن ورځې په غونډه کې به د لمريزې انرژۍ په اړه پرېکړه وشي، هغه اوویل چې د سولر انرژۍ سره به عام اولس د ګرانۍ بریښنا څخه خلاص شي.
وزيراعظم ووئيل كه په راتلونكو اولسي پروژو كښې كومه غير معياري ټينڈرنګ وشي نو د هيچا به بیا خير نه وي۔ وزیراعظم اوویل چې د پروژو داسې څارنه وکړئ لکه څنګه چې ستاسو د خپلو ماشومان کوي ​​او په پرمختیایي پروژو کې شفافیت ډاډمن کړئ. هغه زیاته کړه، د پرمختیايي پروژو په بشپړېدو کې د شفافیت د تامین ترڅنګ باید ټول بنسټونه د تېرو ځنډونو په لرې کولو کې خپل بشپړ رول ولوبوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文