لوګر او پکتيا کې سېلابونه؛ يو مړ او دوه تنه نادرکه شوي

د افغانستان په مرکزي ولايتونو لوګر او پکتيا کې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله تر دې دمه يو تن مړ شوی او دوه تنه نادرکه شوي دي.
د راپورونو له مخې تېره ورځ هم په پروان ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، په لسهاوو تنه نادرکه شوي، څه باندې ۵۰۰ څاروي مړه شوي او نږدې سل جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
دغه خبر داسې مهال ورکول کېږي چې يوه ورځ مخکې د افغانستان د هوا پېژندنې رياست د پروان، لوګر او پکتيا په شمول د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو او همداراز په ځينو ولايتونو کې د ګرد بادونو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی ؤ.
په افغانستان کې موسمي سخت بارانونه او د سېلابونو راوتل کله ناکله له ځان سره درانه مالي او ځاني تلفات لري چې دا چاره په ځينو سيمو کې ډول ډول ناروغۍ هم رامځنته کوي.





