په زابل ولايت کې ۶۰ تنه په نس ناستي ناروغۍ ککړ شوي
له زابل ولايت څخه سرچينې وايي چې د دې ولايت په دای چوپان ولسوالۍ کې ۶۰ تنه په نس ناستي يا کولرا ناروغۍ ککړ شوي دي.
د زابل ولايت د روغتيا رياست مسؤلينو په وينا، د دې ناروغۍ له امله تر دې دمه دوه تنه مړي شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ په اخته شويو کسانو کې لويان او ماشومان شامل دي چې د ځينو روغتيايي حالت ښه نه دی.
د چارواکي په وينا، د دغې ناروغۍ له خپرېدو وروسته یادې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتیايي ټیمونه رسېدلي او د ناروغانو درملنه پيل شوې ده.
کولرا له اوبو سره تړلې ناروغي ده، چې د ککړو خوړو او اوبو له لارې بدن ته دا باکتریا ننوځي او انسان له يو ډول شديد درد سره مخامخوي.