هرات کې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه

د افغانستان ا.ا د استخباراتو لوی رياست وايي چې په هرات ولايت کې يې دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

د ياد رياست لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ژغورل شوي کسان هر يو احمد تميم او وحيدالله نومېږي چې ۲۵ ورځې وړاندې د هرات ښار له ۱۵ ناحيې څخه تښتول شوي ؤ.

دغه رياست زياتوي چې په پېښه کې ښکېل کسان او انسان تښتوونکي تر تعقيب لاندې دي.

د افغانستان ا.ا د استخباراتو رياست په يوې بلې خبرپاڼه کې ويلي چې، د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د دوی کسانو د يو لړ عملياتو په پايله کې ۱۱ ميله کلاشينکوفونه موندلي دي.