د لادرکه کسانو لپاره مې هروخت غږ پورته کړې دې: وزیرقانون

0
181

باغی ټي وي رپورټ
د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارڑ وايي چې د لادرکه شويو کسانو لپاره يې تل غږ پورته کړی او هم دهغسې به ی پورته کوم.

د جيو نيوز د کيپيټل ټاک پروګرام سره په خبرو کې اعظم نذير تارړ وويل چې لادرکه شوي کسان نه يوازې پوځ بلکې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) هم نيولي دي.

د قانون وزير وويل چې د لادرکه شويو کسانو لپاره ی تل خپل غږ پورته کړې دې او دا آوزا به په راتلونکې وخت کښې هم جاري ساتي.
وزیرقانون اوویل چې مونږ به د يو کوټلي حل په لور حرکت وکړو او دا ستونزه به هواره کړو.
دا خبره مهمه ده چې د سنټر فار ګورننس تحقیقاتي ادارې د اسلام آباد هائی کورټ چیف جسټس جسټس اطهر من الله د لادرکه کسانو په اړه د هغه زړور دریځ لپاره د 2021 کال لپاره د مین آف دی اییر نومولې دې.

دا خبره د دې موسسې مشر طارق کهوسه د دغه سازمان په ویب پاڼه کې کړې ده.هغه وویل، د سنټر فار ګورننس د څیړنې مرکز، د مدني ټولنې په استازیتوب د یوه خپلواک غږ په توګه، د جبري ورکیدو په اړه د قانون د سمدستي پلي کیدو غوښتنه کوي. هغه وویل، د ملي امنیت پارلماني کمېټه باید د هغو دولتي بنسټونو په ضد کار وکړوچې ځانونه له قانون پورته ګڼي.
طارق کھوسه وویل د سنټر فار ګوډ ګوورننس (سي جی آر) غواړي چې د لادرکه کسانو مسله په پاکستان کې د ګوډ ګورننس په لومړیتوبونو کښې کیښودل شی او ددې ستونزې حل را اوویستل شي.
نور خبرونه

۱۰۰ یونټ بریښنا ویړیا ورکولو سره به غریب سره مرسته وشي: وزیردفاع

د سندهه اسمبلۍ غړې او د پی ټي ایی ګوند مشر په لاهور کښې نیول شوې

Leave a reply