۱۰۰ یونټ بریښنا ویړیا ورکولو سره به غریب سره مرسته وشي: وزیردفاع

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې 100 يونټ مفت بجلي ورکولو سره به غريبانو ته اسانتیاوې پیدا شی،دوی سره به مرسته وشی. وزیردفاع پوښتنه کړ چې دې سره د پاکستان تحريک انصاف ته څه تکلیف دې؟

د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې خواجه آصف اوويل چې د بجلئ سل يونټ مفت کول د انتخاباتو نه مخکښې درغلي نه ده، په بجلئ دغه رعايت پخوا هم ورکړے شوے دے۔ غریبان د راحت ساه اخلي نو پي ټي آئي ته څه اعتراض دی؟ په خیبر پښتونخوا کې دې هم همداسې وکړي.
د ادعا شوي آډیو ټیپ په اړه خواجه اصف ویلي چې د بشری بي بي په سیاست کې لاس لرل ثابت شوي، داغونه هم ښکاري.

ده ووئيل چې پي ټي آئي ته د بشرې بي بي د آډيو فارنزك كولو چيلنج كړے شوے دے۔دا آډيو تر ټولو غټ ثبوت دے چې كوم سازش نه دې شوې۔
ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د پنجاب حکومت لخوا د سل يونټ مفت بجلي ورکولو اعلان باندي سپريم کورټ ته خط ليکلي دي۔

د پاکستان تحريک انصاف سينئر مرکزي نائب صدر فواد چوهدري لخوا سپريم کورټ ته ليکل شوي خط کې وئيلي شوي دي چې د پنجاب د بحران نه د راويستلو دپاره د وزيراعلي فارمول د سياسي فائدې دپاره ؤ او دغه فيصله د عدالت د حکم خلاف ورزي ده. ده ووئيل د پنجاب وزيراعلي به د جولائي تر 22مې نيټې پورې يوازې ريګوليټري اختيارات استعمالوي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文