د لګژري شیانو واردولو څخه بندیز لرې کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د لګژري او غير ضروري شيانو په وارداتو بنديز لرې كړے شو۔

د غونډې د اعلامیې له مخې، د لوکس او غیر ضروري شیانو پر وارداتو د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۳۰مې پورې بندیز لګول شوې وو.
د دې ترڅنګ ای سي سي د ۵۰۰ زره ټنه غنمو د واردولو منظوري هم ورکړې، له افغانستان څخه په پاکستانۍ کلدارو د وارداتو اجازه هم ورکړل شوې ده.

بیان کې ویل شوي، ای سي سي په یوټیلټي سټورونو کې په پنځو اساسي شیانو د سبسډی جاري ساتلو منظوري ورکړه.

غونډې ته په څارویو کې د پوستکي ناروغۍ د ملي ناروغۍ ایمرجنسي په توګه د اعلان لنډیز وړاندې شو پداسې حال کې چې ای سي سي صوبائي سیکرټرانو، این ډي ایم اے ته لارښوونه وکړه چې د غونډې وروسته پلان شریک کړي.
د غونډې پر مهال د ټیلی کام لائسنس جاري کولو لپاره یوه کمیټه جوړه شوه.

د يادونې وړ ده چې حکومت د مې په ۱۹مه د اقتصادي اضطراري حالت په لړ کې د هېواد د چټکې خرابېدونکي اقتصاد د ملاتړ لپاره د لوکس بهرنيو توکو پر وارداتو بشپړ بنديز لګولی وو.
نور خبرونه

عمران خان بیا د ویډیو خپرولو ګواښ کړې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载