افغانستان؛ په ۱۵ ولايتونو کې د شديدو بارانونو د ورېدو په اړه خبرداری ورکړل شو

د افغانستان د هوا پېژندنې رياست د هېواد په ۱۵ ولايتونو کې د شديدو بارانونو د ورېدو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکوي.
دغه رياست په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې، نن (سه شنبه، د چنګاښ ۱۴مه) او سبا به په کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتيا، خوست، پکتيکا، غزني او زابل ولايتونو کې د شديد باران د ورېدو او سېلابونو د راوتلو احتمال موجود دی.
د هوا پېژندنې رياست ويلي چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې به د باران د ورېدو کچه له ۱۰ نه تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
دغه رياست په بلخ، هرات، فراه، نيمروز او بادغيس ولايتونو کې د تند باد د رامنځته کېدو د احتمال په اړه هم ويلي دي.






