امریکا کې یو ځل بیا د یوۀ تورپوستي د وژل کېدو غبرګون کې سخت لاریونونه پیل شوي
امریکا کې یو ځل بیا د یوۀ تورپوستي د وژل کېدو غبرګون کې سخت لاریونونه پیل شوي
پولیس وایي چې یاد تورپوستي د پولیسو د وژلو هڅه کوله، نو ځکه د پولیسو تر برید لاندې راغی. امریکايي امنیتي ادارې وایي ددې احتمال شته چې دغه لاریونونه پراخ شي له همدې امله په هر اړخیزو تیاریو بوخت دي.
( 2022 / 7 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په امریکا کې یو ځل بیا پراخ لاریونونه پيل شوي دي. امریکایي رسنۍ وايي چې تازه په دغه هېواد کې د یوه تورپوستي د وژل کېدو په غبرګون کې پراخ لاریونونه پيل شوي دي.
څو ورځې وړاندې امریکایي پولیسو له یوه تورپوستي سره نښته وکړه، هغه یې شپېته مرمۍ ووېشت او ووژل شو.
تر پېښې وروسته د یاد امریکایي تورپوستي د وژل کېدو ویډیو لاس په لاس شوه چې سخت غبرګونونه یې وپارول.
اړوند موضوعات:
امریکا کښې یو سپین پوستې په ډزو 11 تورپوستي امریکایی وګړي وژلي دي
پولیس وایي چې یاد تورپوستي د پولیسو د وژلو هڅه کوله، نو ځکه د پولیسو تر برید لاندې راغی. امریکايي امنیتي ادارې وایي ددې احتمال شته چې دغه لاریونونه پراخ شي له همدې امله په هر اړخیزو تیاریو بوخت دي.