امریکا کښې یو سپین پوستې په ډزو 11 تورپوستي امریکایی وګړي وژلي دي

0
62

باغی ټي وي رپورټ
د نیویارک ایالت په یوه سوپر مارکیټ کې د ډزو له امله لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او درې کسان ی نور ټپیان کړي دي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، ۱۸ کلن سپین پوستي بریدګر، چې پوځي یونیفارم، زغره وال ډال او هیلمټ یې اغوستی و، د بفیلو سوپر مارکېټ ته ننوت او په بې رحمانه ډول یې ډزې پیل کړې.

تورن برید په ټولنیزو رسنیو کې د لوبو اړوند په ژوندۍ بڼه خپور کړ، د تورن پیټن ګنډرون ټوپک هم په کې د توکمپالنې کلمې لیکل شوې وې.د پولیسو په وینا، ۱۳ کسان په ډزو ویشتل شوي، چې ۱۱ یې تور دي او مارکیټ د زیات شمیر وال د تور پوستو امریکایانو په سیمه کې دی. د یادونې ده چې تیر کال هم یو امریکایی پولیس یو تور پوستې هغه وخت اووژل چې پولیس هغه تورپوستې ونیول او په مرې ی ورله زنګون ایښې وو، د هغه تور پوستې نامه جارج فلویډ وه چې د سپین پوستي امریکایی پولیس مشر له خوا اووژل شول.

Leave a reply