د پاکستان فوځ سرلښکر د فوځ افسرانو ته مهمه سپارښتنه کړې ده

0
105

باغي ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه خپلو ټولو کمانډرانو او مهمو افسرانو ته تازه هدايات جاري کړي چې د آی اېس آی اړونده چارواکو په ګډون دې له سياست څخه ځان لرې وساتي او له سياستوالو سره دې له خبرو ډډه وکړي.

دا لارښوونه د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) لخوا د پوځي اسټیبلشمنٹ پر ضد د پروپیګنډې په پایله کې صادر شوي چې په کې د آی ایس آی ځینې چارواکي د پنجاب په راتلونکو ضمني ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند ته په زیان رسولو تورن شوي دي.
د جیو نیوز راپور مطابق دفاعي سرچينو په دې تورونو خواشيني څرګنده کړه چې د پي ټي ائي د مشرانو لخوا د ائي ايس ائي سيکټري کمانډر د پنځلسو ورځو نه زيات په لاهور کښ موجود هم نه دې او هغه په پروفيشنل ډيوټي اسلام اباد کښې وي.

د پي ټي ائي مشر او د پنجاب د صحت پخوانۍ وزيرې ډاکټر ياسمين راشد په دې وروستيو کې د خپل نوم يادونه کړې وه او هغه يې د پنجاب په راتلونکو ضمني انتخاباتو کې په سياسي لاس وهنو کې د لاس لرلو تور لګولی و.
د یاسمین رشید نه وړاندې د پاکستان پخوانې خارجه وزیر او د تحریک انصاف ډپټي چیرمین شاه محمود قریشي تور لګولې وو چې د صوبې په ضمني انتخاباتو کې د نفوذ لپاره د تحریک انصاف په ضد ځینې ناڅرګند قوتونه فعال دي.

په دې وروستیو کې د تحریک انصاف مشر عمران خان هم تور لګولی و چې د دوی ځینو کاندیدانو شکایت کړی چې له نامعلومو شمېرو یې ټیلیفونونه کړي دي.

هغه دا هم ویلي وو چې د هغه د ګوند مشران او کارکونکي په ضمني ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره فشار راوړي.
دفاعي سرچینو ټینګار کړی چې پي ټي ايي باید د امنیتي ادارو د بدنامولو پر ځای ثبوتونه وړاندې کړي او که یو ذره ثبوت هم وړاندې شي نو د مسؤلینو پروړاندې به سخت اقدام وکړي.

څو میاشتې وړاندې د آی ایس آی کارکوونکو ته سخته لارښوونه شوې وه چې له سیاست څخه لیرې پاتې شي. د انګریزۍ ژبې ورځپانړې دي نیوز او اردو ژبې ورځپانړې جنګ د روان کال په فبرورۍ کې راپور ورکړې وو چې د آی ایس آی ډي جی لیفټیننټ جنرال ندیم انجم د آی ایس آی ټولو چارواکو ته څرګنده کړې وه چې په سیاست او سیاسي چارو کې به هیڅ ډول لاسوهنه ونه زغمل شي.

نور خبرونه

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې د بشری بی بي د فساد په اړه مهم خبر خپور کړې

د بشری بی بی آډیو په اړه د شهباز ګل غبرګون مخې ته راغلې

ډاکټرانو مولانا فضل الرحمان کورته رخصت کړې دې

Leave a reply