ډاکټرانو مولانا فضل الرحمان کورته رخصت کړې دې

0
348

باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د ډیموکریټک تحریک (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان د لاهور له یوه شخصي روغتونه رخصت شوی او ډاکټرانو مولانا فضل الرحمان ته د آرام کولو سپارښتنه کړې ده.

مولانا فضل الرحمان د لاهور د ماډل ټاون په اتفاق هسپتال کښې تر علاج لاندې وو چرته چې د هغه نه تيره ورځ وزيراعظم شهباز شريف هم ليدلې وو۔
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) ویاند ویلي، د مولانا فضل الرحمان د طبي معایناتو رپورټونه راغلي چې له مخې یې ډاکټرانو هغه له روغتونه رخصت کړی خو ډاکټرانو ورته د آرام کولو سپارښتنه کړې ده.

وياند د ټولو سياسي مشرانو مننه وکړه چې د مولانا فضل الرحمان د روغ صحت لپاره ی دعا کړې وه او په روغتون کښې ی ددوی پوښتنه کړې وه.
دا خبره مهمه ده چې تیره ورځ وزیراعظم شهباز شریف هم د پي ډي ایم مشر پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلې وو او د روغتون ذمه وارو ته ی لارښوونه کړې وه چې د جمعیت علمای اسلام ف او د پاکستان ډیموکریټک موومنټ مشر لپاره د په روغتون کښې هر ممکن سهولت ورکړي او د نوموړي د درملنې لپاره دې ښه ګامونه پورته کړې شي.
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د قامي سلامتیا مهمه غونډه رابللې ده

عمران خان د پاکستان په ضد د هند ایجنډا پوره کوي: د پاکستان وزیر دفاع

Leave a reply