عربي اماراتو افغان زلزله ځپلو لپاره روغتون جوړ کړ 

0
115

 عربي اماراتو افغان زلزله ځپلو لپاره روغتون جوړ کړ 

د عربي اماراتو دغه روغتون په زر متر مربع سيمه کې فعال شوی چې پنځه اويا بسترونه، ۲۵ د اکسيجن ډبې، دوې مجهزې عمليات خونې او د بېړنيو صحي مرستو اړين وسايل او تجهيزات لري.

 

(2022 / 7 / 4   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 عربي اماراتو د پکتيکا او خوست د زلزله ځپلو د درملنې لپاره مجهز سيمه ييز روغتون پرانيستی دی. د عربي اماراتو رسنيو ويلي چې د ياد روغتون وسايل او تجهيزات وړمه ورځ افغانستان ته را استول شوي وو.

  د عربي اماراتو دغه روغتون په زر متر مربع سيمه کې فعال شوی چې پنځه اويا بسترونه، ۲۵ د اکسيجن ډبې، دوې مجهزې عمليات خونې او د بېړنيو صحي مرستو اړين وسايل او تجهيزات لري.

  د افغانستان لپاره د عربي اماراتو سفير عيسی الداهيري ويلي چې هېواد يې له افغان زلزله ځپلو سره مرستو ته ژمن دی.

اړوند موضوعات: 

چين د افغانستان زلزله ځپلو لپاره مرستې نن کابل کې سرې مياشتې ټولنې ته وسپارلې

  تر دې وړاندې د اماراتو د دولت مشر شيخ محمد بن زايد هم امر کړی و چې د خوست او پکتيکا زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو په موخه دې يو هوايي دهليز پرانيستل شي.

Leave a reply