چين د افغانستان زلزله ځپلو لپاره مرستې نن کابل کې سرې مياشتې ټولنې ته وسپارلې

په کابل کې د چين سفير وانګ يو د پکتيکا او خوست زلزله ځپلو لپاره نغدي او نورې مرستې د افغانستان سرې مياشتې کمېټې ته وسپارلې.
د چين سفير په همدې تړاو يوه ټوېټ کې ليکلي دي چې: (د اړتيا په وخت کې ملګری، واقعاً ملګری دی).
ښاغلي وانګ يو ويلي چې د چين هېواد د سره صليب له لوري ۲۰۰ ډالر نقدې پيسې او ۱۶ تنه مرستې او همداراز د چين د سين کيانګ سيمې له لوري ۱۵۰ زره ډالره نقدي مرستې چې د افغانستان زلزله ځپلو لپاره دي، نن يې د افغانستان سرې مياشتې ټولنې ته وسپارلې.
چين، امريکا، تايوان، هند، جاپان، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د وروستيو زلزلو ځپلو سره د لاسنيوي په موخه نغدي او د کومکي توکو مرستې اعلان کړې وې، چې دغو مرستو کې ځيني يې افغانستان ته سپارل شوي او ځيني يې لا هم نه دي سپارل شوي.
د راپورنو له مخې د پکتيکا او خوست په هغو سيمو کې چې زلزلې شوې وې، لا هم حالت عادي شوی نه دی او خلک له جدي روغتيايي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د يو شمېر راپورنو پر بنسټ، زلزله ځپلې لا هم د خېمو لاندې شپې سبا کوي او د کورونو د بيا جوړېدو لپاره يې لا کوم عملي ګام نه دی اخيستل شوی.
تېره اونۍ د افغانستان. ا.ا د اقتصادي چارو مرستيال مولوي عبدالغني برادر يادو سيمو ته په سفر کې له زلزله ځپلو سره ژمنه وکړه چې د دوی کورونه به ژر تر ژره ورغول شي.






