چین لۀ افغانستان څخه د وچې مېوې صادرات ډېروي

چین لۀ افغانستان څخه د وچې مېوې صادرات ډېروي
سرچینې کاږي، متقي په یاده لیدنه کې ویلي، مسوولیت لري چې د افغانستان او چین تر منځ د هوا او ځمکې له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي، څو پر جلغوزو سربېره، چین ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمینه هم برابره شي.
(2022 / 7 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د چین سفیر ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانستان څخه د وچې او تازه میوې صادرات ډېر کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي دي.
د سرچینې په خبره، چینايي لوري ژمنه کړې چې د افغانستان اړوند ادارو سره به کار کوي، څو چین ته د افغانستان د وچې او تازه میوې د صادرولو لپاره زمینه برابره شي.
سرچینې کاږي، متقي په یاده لیدنه کې ویلي، مسوولیت لري چې د افغانستان او چین تر منځ د هوا او ځمکې له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي، څو پر جلغوزو سربېره، چین ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمینه هم برابره شي.
اړوند موضوعات:
سوداګر: د ا.ا.ا دې د چلغوزیو لپاره بازار ومومي
هغه ویلي هڅه یې دا ده څو چین ته د افغان توکو د صادراتو د زیاتوالي په موخه اړوند افغان ارګانونه له چینايي لوري سره نږدې او اغېزناکې دوه اړخیزې ناستې ولري.






