سوداګر: د ا.ا.ا دې د چلغوزیو لپاره بازار ومومي
سوداګر: د ا.ا.ا جلغوزیو لپاره بازار ومومي
یو شمېر افغان سوداګرو د ا.ا.ا باندې غږ کړی او ویلي یې چې دوی دې د افغانستان جلغوزیو لپاره بازار پیدا کړي، کنۀ نو د افغانستان جلغوزي به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
یو شمېر افغان سوداګرو د ا.ا.ا باندې غږ کړی او ویلي یې چې دوی دې د افغانستان جلغوزیو لپاره بازار پیدا کړي، کنۀ نو د افغانستان جلغوزي به خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
افغان سوداګرو ویلي چې که د ا.ا.ا دغو جلغوزیو ته بازار پیدا نکړي د افانستان جلغوزي به پاکستان ته قاچاق او په ډېره کمه بیه به وپلورل شي.
تر دې وړاندې د افغانستان جلغوزي د هوايي دهلیز له لارې هند، چین او یو شمېر نورو هېوادونو ته سادرېدل چې له دې سره د افغان جلغوزو قیمت تر پخوا څو برابره لوړ شوی ؤ.
دا چې افغانستان کې لوی بدلون راغلی او تازه د ا.ا.ا دلته حاکم شوی تجاران اوس اندېښمن دي او وايي چې د هوايي دهلیز په له منځه تګ به دغه جلغوزي خپل ارزښت له لاسه ورکړي او افغان باغداران او تجاران به سخت زیانونه وویني.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه ندي ویلي؛ خو څو ورځې وړاندې دوی خبر ورکړی ؤ چې هوايي دهلیز یو ځل بیا فعال او افغانستان ته له دې لارې ساړارت او واردات وکړي.