د ا.ا. چارواکو تورخم کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی   

0
201

د ا.ا. چارواکو تورخم کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی 

سرپرست سفیر په تورخم کې د مسافرینو د تگ راتگ په برخه کې موجودې سختې ستونزې خواشینوونکې بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې دغه ستونزې به ژر تر ژره حل شي.

 

(2022 / 7 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغه چې پر تورخم پوله یوسپین ږیری د موټر لۀ ټیرونو لاندې  شو او خلکو د نوموړي وژنه د تورخم پر پوله د شته ستونزه لۀ امله ځان وژنه ګڼلې وه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب په مشرۍ د ا.ا یو پلاوي تورخم ته سفر کړی دی.

سرپرست سفیر په تورخم کې د مسافرینو د تگ راتگ په برخه کې موجودې سختې ستونزې خواشینوونکې بللې دي او ټینګار یې کړی دی چې دغه ستونزې به ژر تر ژره حل شي.

اړوند موضوعات: 

چارواکي: تورخم کې يو سرتيري د خپل بدن غړو په قربانولو د يو ماشوم ژوند وژغورۀ

د یادونې ده چې له څه مودې راهیسې نه یوازې دا چې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې خلکو ته هغې غاړې ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېده، بلکې له هغې غاړې هم هغو افغانانو ته د را اوښتو اجازه نه ورکول کېده چې ویزې یې نه لرلې خو کابل کې د پاکستان سفارت وایي چې همدا پرون ورځ یې دا ستونزه حل کړې ده.

Leave a reply