چارواکي: تورخم کې يو سرتيري د خپل بدن غړو په قربانولو د يو ماشوم ژوند وژغورۀ

0
221

د تورخم کمیسار سید غازي الله هاشمي وایي یاد ماشوم له مرګ وژغورل شو؛ خو کوم دا.ا. سرتیری چې د ماشوم د ژغورلو هڅه کوله خپله د موټر ټيرونو لاندې شو او دواړه پېښې یې په دغه پېښه کې له لاسه ورکړي، نوموړی وايي چې ياد سرتيری اوسمهال تر درملنې لاندې دی.

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تورخم ښارګوټي کې تېره ورځ په فرضي کرښه يو سرتيری په داسې حال کې د ټيلر موټر ټايرونو لاندې راغلی او دواړه پښې يې له لاسه ورکړي، چې يو ماشوم يې د همدې موټر لاندې کېدلو څخه وژغوره.
د تورخم کمیسار سید غازي الله هاشمي وایي یاد ماشوم له مرګ وژغورل شو؛ خو کوم دا.ا. سرتیری چې د ماشوم د ژغورلو هڅه کوله خپله د موټر ټيرونو لاندې شو او دواړه پېښې یې په دغه پېښه کې له لاسه ورکړي، نوموړی وايي چې ياد سرتيری اوسمهال تر درملنې لاندې دی.
هغه ډاکټران چې د ياد سرتېري په درملنه بوخت دي وایي دواړه پښې یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي او نور پرې تګ راتګ نه شي کولی.

Leave a reply