تېر کال د ۳۵ میلیونه ډالرو پۀ ارزښت انځر بهر ته صادر شوي دي 

0
182

تېر کال د ۳۵ میلیونه ډالرو پۀ ارزښت انځر بهر ته صادر شوي دي 

ويل کيږي چې اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې د يو کيلو انځيرو بيه تر ۱۰۰۰ افغانيو پورې رسيږي، په داسې حال کې چې بزګران بيا د مېوو په موسم کې د بيو له ټيټوالي سر ټکوي او وايي چې لګښتونه يې نه پوره کيږي.

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تير لمريز کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انځير بهرنيو ته صادر شوي دي.

دغه وزارت وايي چې افغانستان په تېر لمریز کال کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه انځير هند، عربي متحدو اماراتو، کاناډا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته صادر کړي.

Leave a reply