برښنا شرکت: د کجکي بند ۱۱۰ کيلو واټ د برښنا مزی له کندهار سره ونښلول شو

د افغانستان برښنا شرکت په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د دې شرکت له لوري د کجکي بند ۱۱۰ کيلو واټ د برښنا مزی يې له کندهار سره نښلولی دی.
د دې شرکت عملیاتي رئيس انجينير صفي الله احمدزی وايي چې کندهار ښار ته د کجکي د بند د ۱۱۰ کيلو واټه د برښنا مزي د لېږدولو پروژه دوه مياشتې وړاندې پيل شوې وه او تازه په تازه پايته ورسېده.
نوموړی زياتوي، د دغې پروژې لګښت ۲۷۲ ميليونه افغانۍ شوی چې د برښنا شرکت له لوري يې چارې مخته وړل کېدې.
کندهار د افغانستان يو له هغو لويو ولايتونو دی چې د برښنا اړتيا پکې ډېره ده او وخت نا وخت د برښنا د کمووالي او نشتون له امله د دې ولايت اوسېدونکي نيوکې کوي.
د مسؤلينو په وينا دې پروژې سره به تر ډېره د کندهاريانو ستونزه د برښنا له اړخه هواره شي او د هغو فابريکو کارونه به هم چې د مناسبې برښنا د نشتون له امله ټکني شوي ؤ، ښه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان برښنا شرکت مسؤلين له کندهاريانو غواړي چې د برښنا په مصرف کې دې له احتياطه کار واخلي او د برښنا بېلونه دې په وخت سره تحويل کړي.
دوی زياتوي، په وخت سره د برښنا بيلونو تحويلول کولی شي چې د برښنا رسونې پروسه له ټکني کېدو وژغوري.
د برښنا شرکت داسې مهال دغه خبر ورکوي چې څه موده وړاندې د کندهار اوسېدونکو د مناسبې برښنا د نشتون له امله نيوکې لرلې او له مسؤلينو يې غوښتي ؤ چې د دې ستونزې د هوارۍ په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.






