د پخواني خزانې وزیر اسحاق ډار په ملاتړ کښې د پي ایم ایل ن مشرانو بیان خپور کړې

0
192

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مالیې د پخواني وزیر اسحاق ډار د راتګ په اړه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) مشر مفتاح اسماعیل ملاتړ کړی دی.

ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي مفتاح اسماعيل دوزيراعظم دټيم يو تر ټولو سخت محنتي تن او کارکوونکى دى، هغه هر وخت د ګوند او حکومت مشرانو لپاره حاضر وي.

ده وويل چې له بده مرغه په مسلم ليګ(ن) کې دننه پرې نيوکې کيږي خو اوس پکار ده چې له مفتاح اسماعيل سره پيوستون وښودل شي.
پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي د پاکستان د اقتصاد په اړه د مفتاح اسماعیل پوهه د پاکستان په سیاست کې بې مثاله ده.

ده ووئيل مفتاح اسماعيل پاكستان د تباهۍ څخه په ژغورلو كښې مهم كردار ادا كړې دې.

ياده دې وي چې د خزانې پخوانى وزير اسحاق ډار به د جولائي تر آخره پاکستان ته راستون شي.
لندن کښې ميډيا سره خبرو کښې اسحاق ډار وئيلي وو چې وطن واپسي کښې د وزيراعظم شهباز شريف رضا هم شامله ده زه د نواز شريف په امر پاکستان ته ځم.

د اسحاق ډار په وینا، ما نوی پاکستانی پاسپورټ اخیستی او ډاکټر هم اجازه راکړې ده، پاکستان ته د راتګ لپاره د کوم ن لیګ مشر اجازې ته اړتیا نه لرم، هغه ویلي دي چې د ګوند مشر نواز شریف امر زما لپاره بس دی، ډار اوویل او زیاته ی کړه چې زه د تحریک انصاف ګوند د بدله اخستو ښکار شوې یم.
نور خبرونه

عمران نیازي نریندر مودي ته کشمیر سپارلې او کلبهوشن ته ی این آر او ورکړې: حافظ حمدالله

چې پاکستانۍ اولس په ستونزو کښې وي نو د نواز شریف لور به پاکستاني اولس ترڅنګ ولاړه وي: مریم نواز

Leave a reply