چې پاکستانۍ اولس په ستونزو کښې وي نو د نواز شریف لور به پاکستاني اولس ترڅنګ ولاړه وي: مریم نواز
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مرستیالې مريم نواز وئيلي دي چې د تیلو بیعې د عمران خان د معاهدې له وجې زياتې شوې دي او آ ئي ايم ايف وس هم د هغې معاهدې ترلاندې مونږ سره خبرې او غوښتنې کوي.
د لاهور په ګرین ټاون سیمه کې یوې غونډې ته په وینا کې مریم نواز وویل چې عمران خان له آی ایم ایف سره تړون لاسلیکولو سره بد کارونه وکړل، بیا یې د تړون خلاف ورزي او بد کارونه وکړل، اوس آی ایم ایف د معاهدې لاندې مونږ سره خبرې او زمونږ څخه غوښتنې کوي، عمران خان خزانه خالي کړه، نن پاکستان هیڅ نه لري،د مسلم لیګ ن مشرې اوویل او وی ویل چې ژمنه کوم چې له ستونزو څخه به اولس او پاکستان را اوباسو.
مريم نواز اوویل چې نواز شريف او شهباز شريف په محنت سره به تاسو د بحران نه راويستلې شي،دا هیواد به پرمختګ وکړي، حکومت دې د پټرول او ډيزلو بیعې د ډیرې مجبورې له امله زياتې کړې، هغې اوویل چې کله هم پاکستاني عوام په تکلیف کښې وی نو د نوازشريف لور به بهر راوځي، هغې زیاته کړه چې زه تاسو تر څنګ ولاړه یم ، دا اولس ستونزو څخه خبره یم،مریم زیاته کړه چې دا ستونزې زمونږ له خوا نه دي رامنځته شوې.
د مسلم ليګ (ن) مرستیالې ووئيل چې فتنا خان د پیدا کړو ستونزو د ختمولو لپاره به سخت كار كوي كومې چې فتنې خان ورته پريښې دي، هغې اوویل چې نیازي د هیواد خزانه لوټ كړے دے٬ فتنا خان د پاكستان څخه سري لنکا جوړولو لپاره ټول انتظامات كړې وو٬ مریم اوویل چې فتنا خان په دې خفه دى چې پاكستان ی په عملی شکل کښې سري لنکل په شان ولې بدل نه کړو.