د پیښور او تورخم لویه لار ځایی قبایلي اولس احتجاجا بنده کړې ده

0
155

باغي ټي وي رپورټ
نن د دوشنبې په ورځ د پیښور او تورخم لویه لار د لنډیکوتل تحصیل په تکیه سیمه کښې د هرقسم ټریفک لپاره تړلې ده.
ځایی سرچینې وایی چې قبایلي اولس دا لار د افغانستان څخه د قربانۍ څاروي(پسونه ) د نه راپریښودو په ضد بنده کړې ده.
د ځایی سرچینو مطابق ، پاک افغان پوله تورخم ته څیرمه د ضلع خېبرپه تحصيل لنډي کوتل تکيه سیمه کښې ځایی د بلدیاتي حکومت کونسلرانو او خلقو په تورخم پوله د قربانۍ څاروو په واردولو د بنديز په ضد د پیښور او تورخم لويه لار د هر قسمه ټريفک لپاره بنده کړه.
دوی غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې د افغانستان څخه د څاروو په واردولو بندیز لرې کړې شي. د یادونې ده چې نن په کابل کښې د لنډیکوتل سیاسي او ځایی مشرانو یوه جرګه کابل کښې افغان چارواکو سره لیدنه لري چې د قربانۍ څاروو په اړه خبرې وکړي او د لوی اختر په موقع د افغانستان څخه د قربانۍ څاروي واردولو ته اجازه ورکړل شي.
نور خبرونه

نړۍ دې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت اوپیژني، د افغانستان شتمنې دې هم افغانستان ته ورکړي: افغانستان کښې د لوی جرګې غوښتنه

Leave a reply