نړۍ دې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت اوپیژني، د افغانستان شتمنې دې هم افغانستان ته ورکړي: افغانستان کښې د لوی جرګې غوښتنه

0
191

باغی ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د لویې جرګې برخه والو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، په کابل کښې تابیا شوې دې لویه جرګه کښې تر ۴۰۰۰ زیاتو دیني عالمانو سیاسي،غیر سیاسی ،سوداګرو او نورو مشرانو ګډون وکړو.

د افغان ميډيا له مخې د افغانستان په پلازمينه كابل كې د لويې جرګې درې ورځنۍ غونډه پاى ته ورسېده، په دې جرګه كې بېلابېل پرېكړه ليكونه تصويب شول.

د جرګې په پرېکړو کې راغلي چې د اسلامي امارت حکومت مشروع دی، د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه باید د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او نړیواله ټولنه باید پر افغانستان ټول لګېدلي بندیزونه لیرې کړي او د افغانانو شتمنۍ بېرته افغانستانه ورکړي.
جرګې ویلي، اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، نور هېوادونه باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په نورو پرېکړو کې د اوسني افغان حکومت پر ضد وسله وال پاڅون، له داعش سره د هر ډول تړاو د بندېدو، د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د فرمان ملاتړ، په رسنیو کې د دیني عالمانو له هڅولو منع کول او په هېواد کې د ملي یووالي د هڅولو په اړه د غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه.

په لویه جرګه کې تر ۴۰۰۰ زیاتو افغان علماوو، سیاسي، ټولنیزو او سوداګریزو شخصیتونو برخه اخیستې وه.
د یادونې ده چې کله نه چې په افغانستان کښې د ۱۵ اګست ۲۰۲۱ څخه امریکا او نیټو ځواکونو وتلي او د اسلام امارت حکومت اعلان شوې نو د نړۍ هیوادونو د افغانستان اسلام امارت حکومت په رسمي توګه نه دې تسلیم کړې.

Leave a reply